انصار:( د لړم 1)، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي په هېواد کې په لومړنیو ښوونځیو کې له نجونو او هلکانو سره د خوراکي توکو لپاره د ۱۰میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مرستیالې «رفایلا اودیچي» په ایکس پاڼه لیکلي چې پر دغه ۱۰ میلیونه ډالر به د خوړو نړیوال پروګرام له لارې دوه میلیونه نجونو او هلکانو ته هغه بیسکېټ واخیستل شي چې پیاوړي غذایي توکي لري.
د خوړو د نړیوالې ادارې وروستۍ شمېرې ښيي چې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې سخته خوارځواکي شته او اوسمهال لوړې کچې رسېدلې.
تر دې وړاندې هم یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو ویلي وو چې په افغان ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27968
قرأ